المدة الزمنية 4:26

د نۀ لوستلو هنر، ارتر شوپنهاور باكسرين

بواسطة Alwaak الواک
170 مشاهدة
0
15
تم نشره في 2021/07/08

څومره به ښۀ وای کۀ چېرته د کتابونو تر څنګ د هغو د لوستلو وخت هم اخیستل کېدلی. — ارتر شوپنهاور د لوستلو او کتابونو پۀ اړه شوپنهاور مقاله on reading and books اصل کې د کتابونو د نۀ لوستلو پۀ اړه ده. لۀ دې مقالې څخه مونږ د کتاب د نۀ لوستلو شپږ قوانین راویستي چې دلته یې درته وړاندې کوو: لومړی قانون: ډېر زیات مۀ لولئ! شوپنهاور پۀ دې نظر و چې یو کس نۀ باید دومره کتابونه ولولي لکه څومره یې چې ځینې کسان پۀ ۲۱ پېړۍ کې لولي. هغۀ پۀ وار وار د ډېر لوست زیانونه پۀ ګوته کړي، هغه لیکي؛ "هغه څوک چې ډېر کتابونه لولي، هره ورځ پۀ کتابونو کې ننوتی وي او ټوله ورځ پۀ بې‌فکره سرګرمیو اخته وي ورو ورو د فکر کولو ځواک لۀ لاسه ورکوي د دې کس مثال د هغۀ چا پۀ شان دی چې ټول عمر سوارلي کوي او بالاخره پلی تګ ترې هېرېږي. او زمونږ پۀ مورد کې هغه کس چې ډېر لولي اخر به خپل ځان به احمق ومومي." دوهم قانون: هغه څۀ چې لولئ فکر پرې وکړئ! "د لوستلو پر وخت مونږ مازې د لیکوال نظر تعقیبوو او خپله هیڅ نۀ کوو. کله چې خپله زحمت ونۀ باسو بیا هم د فکر کولو قدرت لۀ لاسه ورکوو یا پۀ بل عبارت مونږ بل چا ته اجازه ورکوو چې زمونږ لپاره فکر وکړي. د دې مثال داسې دی لکه یو انسان چې ډېره ډوډۍ خوري خو ورزش نۀ کوي چې پۀ نتیجه کې یې خېټه غټېږي او بدن یې لۀ کاره لوېږي. همدارنګه کله چې مغز هم لۀ ډېرو لوستلو څخه لۀ حده زیات تغذیه شي او د فکر ورزش ونۀ کړي لۀ ګټې یې تاوان زیات دی." د دې د تداوۍ لپاره د شوپنهاور لومړی نصیحت دا دی چې باید کم ولولو او زیات فکر وکړو. دریم قانون: پۀ کلاسیک اثارو تمرکز وکړئ! شوپنهاور لیکلي، "یوازې محدود او معین وخت لوستلو ته ورکړئ او هغه هم خاصکر د سترو او روښانه فکر لرونکو خلکو اثارو ته. داسې خلک مطالعه کړئ چې د هر وخت او هر هېواد خلکو کې لۀ نورو وړاندې تللي. یوازې همدوی پوهه او حمکت درښودلی شي." مونږ پۀ نړۍ کې ډېر کم وخت لرو خو هر کال پۀ میلیونونو کتابونه چاپ کېږي چې زیاتره یې رښتیا ډېر بد دي. انسان پۀ خپل ژوند کې یوازې لۀ یو څو زرو زیات کتابونه نۀ شي لوستلی. شوپنهاور مونږ ته د هغو اشخاصو لوستل توصیه کوي چې د وخت پۀ امتحان کې بریالي شوي. هغه د مشخصو کسانو نومونه نۀ یادوي خو مونږ خپله کولی شو د دوی پۀ اړه علمي حدس ووهو. شوپنهاور لیکي، "څومره چې کلاسیک اثار د یو چا ذهن اراموي بل شی یې نۀ شي کولی. اګر کۀ دا لوست د نیم ساعت لپاره هم وي خو د غرۀ د چینې پۀ شان سړی ته تازګي، هوسایي، سپېڅلتیا، لوړتیا او ځواکمنتیا بښي. زۀ نۀ پوهېږم چې دا د پخوانۍ ژبې د بشپړتیا لۀ امله دي کۀ د پخوانیو مغزونو لۀ امله چې اثار یې تر دې دمه بې‌صدمې تر مونږه رارسېدلي؟ شاید دواړه وجهې وي." څلورم قانون: لومړی لاس مواد ولولئ! زیاتره کتابونه د لرغونو متفکرانو پۀ اړه لیکل کېږي. عوام د دې پر ځای چې خپله د متفکر اثر ولولي، پر ځای یې د هغۀ پۀ اړه د نورو لیکوالانو کتابونه لولي. دا ځکه چې دوی وغواړي وپوهېږي دنیا کې څۀ چاپېږي. دوی د متفکر د اصلي فکر پر ځای د هغۀ پۀ اړه د نورو لیکوالانو چټیات او بې‌اساسه خبرې لولي چې متفکر پورې یې تړي. پنځم قانون: ښۀ کتابونه باید دوه ځلې ولوستل شي. "هر ډول مهم کتاب باید فوراً دوهم ځلې ولوستل شي. ځکه چې یو کس دوهم ځل تر ټولو ښۀ اخذ کولی شي او کله چې سړي ته د کتاب پای مالوم وي پۀ پیل یې لا ښۀ پوهېدلی شي. همدارنګه پۀ دوهم ځل لوستلو کې د سړي حوصله او موډ توپیر کوي او دوهم ځل ترې بل ډول تاثر اخلي یا پۀ هماغه موضوع باندې د خپل فکر بله رڼا اچوي." شپږم قانون: خراب کتابونه زهر دي. یو کس باید لږ هم بد کتابونه ونۀ لولي، او یو کس نۀ باید ښۀ کتابونه ډېر ولولي. ځکه چې بد کتابونه فکري زهر دي او مغز وو درخرابوي او د شۀ کتابونو باندې نۀ باید ډېر وخت ضایع کړو ځکه چې ژوند لنډ دی او وخت او ځواک محدود دي. د شوپنهاور دې قاعدې پورې راته یوه خاطره رایاده شوه، یوه ورځ مې مور راته د یو جنګسالار کتابونه مخې ته کېښودل چې ښۀ او خراب پکې بېل کړم. ما ورته وویل، ادې دا ټول تاریاک دي، وې سوځوه. پۀ هر حال، ښۀ او خراب کتابونه به څنګه پېژنو؟ داسې چې ګورو به یې څنګه د ژوند پۀ امتحان کې پاس شوي. شوپنهاور پۀ خپله مقاله کې د خپل وخت لۀ عوامو سر ټکوي او وایي یوازې پۀ هغو کتابونو کې علاقه ښیي چې هماغه کال یا تازه پۀ تازه چاپ شوي وي او د ورځې د موډ کتابونه لولي. یوازې د دې لپاره یې لولي چې خبرې پرې وکړي، نۀ د دې لپاره چې ذهن پرې روښانه کړي. لیکوالان د هنر پۀ نوښت کې ونډه نۀ اخلي یوازې شهرت او پیسو پسې دي. هغه خلک چې لۀ یو کتاب ختمولو وروسته بل کتاب پیلوي د شوپنهاور لۀ دې مقالې وروسته به بیا هم پۀ نوي کال کې پۀ ۵۲ اونیو کې د ۵۲ کتابونو د لوستلو چیلینج ومني؟ د شوپنهاور ځواب دی، «نه»

الفئة

عرض المزيد

تعليقات - 3