المدة الزمنية 4:9

Information and protection about ghosts.د پیریانو په اړه معلومات او ساتنه باكسرين

بواسطة ISLAM TV
5 221 مشاهدة
0
268
تم نشره في 2022/02/28

/channel/UC-hxZvuF_VFYinJBL6tiiQg Information and protection about ghosts ---( د پیریانو په اړه معلومات او ساتنه )--- پیران چیري او کله حمله کوي او د هغوی څخه د ساتني لپاره د پوه عالمانو قیمتي ویناوي. لکه لاندي چي بیان شوي دي (۱) د شپې وزنداره شی بغیر له بسم الله ویلو مه غورځوی. ځکه چي د دروند شي د لویدلو په اواز هلته پیریان راځي (۲) هر وخت چي اور بلوي د هغه نه مخکي بسم الله ویل پکار دي که څه هم د اورلګت یو خاشه وي ځکه چي پر اور پیران راځي (۳) د شپې د کور ماشومان هیڅ کله مه وهي (ډبوي) ځکه چي د شپې پیران په وهل شوي ماشوم باندي په دغه ګمان حمله کوي چي دا ماشوم د مور او پلار ناخوښه دي (۴) د شپې ناوخته په لوړ اواز له حد نه زیاته خندا کول د (زرک) په نوم یو قسم پیری دي چي په لوړ اواز خندا راځي. او په هغه بنده کښیني تر هغه چي هغه په خندا کي وژړوي بیا ورڅخه ځي. د خندا په مجلس کي لږ لږ وروسته بسم الله ویل ضرور دي (۵) په داسي تاریک کونج کي مه کښېني چي هلته کښت وي. ځکه د کښت په تاریک کونجونو کي پیران راجمع کیږي (۶) په مجلسونو کي په خپل قوم تر حد زیات فخر مه کوه. د (یافت) په نوم شیطان دي هغه دداسي انسان په سر کښیني . او پښه یې په خوله کي ور کښیږدي تر عغه چي د قوم بحث ختمیږي (۷) هره شپه د پښو په مابین کي تکیه (بالښت) مه ږدي. د انسان قربن اکثره د هغه په بلست ننوځي چي په ورنونو کي یې شپه تیره کړي (۸) د ښځو د شلو (رقص) په محفل کي چي کومه ډیري ښځه زیاتی شلي وکړي په هغي حمله کوي . او پیریان د ښځو په لنډ قامت او اوږدو وریښتانو مین کیږي (۹) د اودس تازه کولو په ترتیب کي چي څوک غلط شي هغه د شیطاني پیریانو د وسوسې په خاطر . خو هغه څوک چي زیات تقوی داره وي هغه باندي نشي ورتللي (۱۰) د یو چاسره د جنجال په وخت چي چاړه په لاس کي ونیسې هم شیطاني پیریان حمله کوي چي په چاړه مخامخ کس ووهي. ډیر پام به کوۍ (۱۱) د ساز او موزیکي اسبابو کي پیریان اکثره په شپېلۍ راځي. چي څوک یوازي وي هغه دي شپیلۍ نه وهي (۱۲) په ژمي کي د شپې په تاریکي کي تګ کول بغیر له بسم الله ویلو مه کوی. ځکه د پیریانو حملې په ژمي کي د نور موسمونو نه زیاتي وي (۱۳) شیطان په هغه ویده چا کار نه شي درلودلي چي هغه په راسته اړخ ویده وي. کله چي هغه راسته اړخ بدل کړ نو بیا پیریان ور نزدې کیږي (۱۴) په هغه ځای کي چي ګرز او هوا وي له هغه ځایه پیریان تیښتي. ځکه چي د پیري په سترګو کي ګرز ولویږي نو هغه وژني (۱۵) د لمبې دلو په وخت بسم الله ویل ضروري دي ځکه پیریان اکثره په حمام کي وي او خاصة د شپې _ (۱۶) که و غواړې چي د یو چا حال معلوم کړې چي پیری لري یا یې نه لري. نو د هغه چپه لاس په لاس کي ونیسه او سورة (الفلق) پرله پسې ۳ ځله ولوله. که هغه د پیري تر اثر لاندي وو هغه په تکلیف کیږي او که سم وو د هغه حالت نه بدلیږي (۱۷) هیڅ کله مالګه یا د ماګي اوبه په حمام کي مه تویه. او که یې څوک توی کړي هغه خامخا د پیري صورة یا اواز اوري (۱۸) په زیت زیتون ځان غوړول انسان د پیریانو د حملو څخه ساتي او که څوک د دروند ځای ننوتلو نه مخکي ځان په زیت زیتون غوړ کړي . ورسره یوه کاچوغه د زیت زیتون وڅیښي او 。 الحمد لله。 ایة الکرسي。 قل اعوذ برب الناس。 قل اعوذ برب الفلق。ورسره ووایي نو هغه به د الله جل جلاله په قدرت د پیریانو د حملو څخه په امن وي

الفئة

عرض المزيد

تعليقات - 7